یمن او اسرائیلو یو پر بل خونړي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې د یمن او صهیونیستي رژیم ترمنځ یو ځل بیا یو پر بل بریدونه شوي دي.

د یمن وسله‌والو ځواکونو انتقامي برید کې د اشغالي فلسطین پلازمېنه تل‌ابیب د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.

یمني پوځ ویلي، چې دا برید د فلسطین له خلکو سره د ملاتړ او د غزه کې د روان تاوتریخوالي د غچ اخیستلو په هدف ترسره شوی دی.

په مقابل کې یې صهیونیستي رژیم د تېر ماښام راهیسې په څو پرله‌پسې هوايي بریدونو کې د یمن ستر تجارتي بندر “الحدیده” بمبار کړی دی.

د یمني رسنیو په وینا، بریدونو کې د بندري تاسیساتو ترڅنګ د ملکي وګړو کورونه هم زیانمن شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په دغو خونړو بریدونو کې ګڼ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند خبرداری ورکړی، که صهیونیستي رژیم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، نو د هغوی پر مهمو ښارونو او بندرونو به لا پراخ بریدونه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button