کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسله وال پوځ اعلان کړی، چې د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ او د غزې پر ضد د صهيونيستي اشغالګرو د بریدونو غبرګون کې یې د اشغالګرو پر مهمو هدفونو نوي پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د اعلامیې له مخې، د یمن توغنديز ځواک د “فلسطین-۲” په نوم د بالستیک هایپرسونیک توغندي په کارولو سره د یافا ښار په سیمه کې یو حساس هدف وویشت، چې د ادعا له مخې په بریالیتوب سره هدف ته رسېدلی دی.
همداراز د یمن د پوځ بې پیلوټه الوتکو د «ام الرشراش» سیمه کې د رامون هوایي ډګر په نښه کړ، چې په وینا یې د عملیاتو موخې پوره شوې دي.
یمني پوځ په خپله اعلامیه کې د عربي او اسلامي هېوادونو او ولسونو نه غوښتي چې د فلسطین د مظلوم ولس د ملاتړ لپاره خپل دیني، اخلاقي او انساني مسئولیت ادا کړي، او خبرداری یې ورکړی چې د صهيونيستي رژيم پر وړاندې د خاموشۍ په صورت کې نورې سیمې هم ګواښلی شي.
اعلامیه ټینګار کوي چې یمن به د غزې د محاصرې تر پای او د جګړې تر درېدلو پورې خپل عملیات روان وساتي.