فلسطیني مقاومت د غزې بېلا بېلو سیمو کې ګڼ صهیونیستي پوځیان وژلي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۴ل)

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د فلسطیني مقاومت ځواکونو د پرله‌پسې بریدونو او کمینونو په پایله کې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د قسام او قدس لېوا سرچینو ویلي، چې د اشغالګرو پر نظامي کاروانونو، ټانکونو او پوځي مرکزونو یې بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې دښمن ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مقاومت سرچینو زیاتوي، چې دښمن د تلفاتو د پټولو هڅه کوي؛ خو په میدان کې د مقاومت ځواکونو پرله پسې عملیات د صهیونیستي پوځ د کمزورۍ او ماتې څرګند ثبوتونه دي.

فلسطیني ډلو ټینګار کړی، چې تر هغه وخته به جګړه روانه وي، څو د غزې محاصره پای ته ونه رسېږي او ټول فلسطین د اشغالګرو له شتون څخه آزاد نه شي

مربوطه مطالب

Back to top button