عبدالملک حوثي اسلامي نړۍ ته: د غزې د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي په غندنو بسنه مکوئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي” په خپلو وروستیو څرګندونو کې یوځل بیا د اسلامي نړۍ له حکومتونو، علماوو او خلکو وغوښتل چې د غزې د مظلومو خلکو د ژغورنې لپاره عملي، قاطع ګامونه پورته کړي او یوازې په غندنو بسنه مه کوئ. حوثي ویلي، چې د غندنو د تکرار او بیانونو څخه دښمن نه ویریږي او یوازې عمل دی چې د اشغالګرو پر خونړیو او بې باکه سیاستونو فشار اچولی شي.

حوثي ټینګار کړې، چې د غزې پر وړاندې د صهیونیستي ريژیم بریدونه او د بربریت صحنې به د تاریخ پاڼو کې په تورو کرښو لیکل کېږي او راتلونکي نسلونه به د اسلامي نړۍ په بې تفاوتۍ لعنتونه وايي.

نوموړي ژمنه کړې، چې یمن به تر پایه د فلسطیني ولس، قضیې او غزې له مظلوم ولس سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي په خپلې وینا کې د اسلامي نړۍ د مشرانو او حکومتي چارواکو په شمول هغه هیوادونه چې په نړېوالې کچه اړیکې لري، وغندل او ویې ویل چې د کنفرانسونو او دیپلوماتیکو څرګندونو پرته باید واقعیتي او عملي پرېکړې وشي لکه اسراییلو ته د وسلو صادارت درول، د اقتصادي او سیاسي فشارونو پلي کول او د فلسطینيانو د ملاتړ لپاره د انساني مرستو خوندي لارې برابرول.

مربوطه مطالب

Back to top button