شجاعیه کې د سرایة القدس بریدونه؛ ۶ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۹ وږی، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي جهاد پوځي څانګې “سرایة القدس” ځواکونو د غزې تړانګې په شجاعیه سیمه کې د صهیونیستي پوځیانو پر پوځي کاروان بریدونه کړي دي.
د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۶ تنه صهیونیستي پوځیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
سرایة القدس ویلي، چې ځواکونو یې د اشغالګر پوځ د ځانګړو ځواکونو پر پوځی کاروان کمیني عملیات ترسره کړي او د مرګ ژوبلې ترڅنګ یې ګڼ پوځي وسایط هم له منځه وړي دي.
په همدې حال کې، سیمه ییزې سرچینې وایي چې د جګړې له امله د صهیونیستي پوځیانو ترمنځ ګډوډي رامنځته شوې او له ځینو سیمو یې شا تګ کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اشغالګر صهیونیستي پوځ پر وړاندې د مقاومت ځواکونو ځپونکي عملیات روان دي او اشغالګر پوځ ته د پام وړ تلفات اړوي.



