جاپان د افغان زلزله‌ځپلو لپاره د یو میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان وکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د جاپان سفارت په کابل کې اعلان کړی، چې هېواد یې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزله‌ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره د یو میلیون ډالرو په ارزښت بېړنۍ مرستې ځانګړې کړې دي.

د سفارت د مالوماتو له مخې، دغه مرستې به د خوړو د نړۍوال پروګرام (WFP) او د سره صلیب د نړۍوال فډارسیون (IFRC) له لارې وېشل کېږي.

سفارت زیاته کړې، چې دا د جاپان له لوري لومړنۍ بېړنۍ مرستې دي او ټینګار یې کړی، چې هېواد به د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې روانې وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button