کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په قباط سیمه کې د ۲۹۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یو ستر کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، دغه کانال د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړۍوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ او تخنیکي همکارۍ جوړ شوی، چې ۷ کیلومتره اوږدوالی لري او په یوه وخت کې د ۶۳۰ هکتاره کرنیزو ځمکو د خړوبولو وړتیا لري.
مسوولین زیاتوي، چې له دې کانال څخه به شاوخوا ۲۰۳۳ کورنۍ په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د کانال په اوږدو کې پلچکونه، پارچاوي، ډراپونه او نور هایدرولیکي جوړښتونه هم جوړ شوي دي.
















