کتائب القسام ۳ صهیونیستي جاسوسان اعدام کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې کتائب القسام اعلان کړی، چې غزه کې یې درې تنه صهیونیستي ریژیم ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.
د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو دوه تنه د یاسر ابو شاب وسله والې ډلې پورې تړلي و او یو بل د فلسطین د واکمن الفتح ګوند اړوند و.
کتائب القسام ویلي، چې یاد کسان د صهیونیستي رژیم لپاره د جاسوسۍ په تور د محکمې تر بشپړې قضایي پروسې وروسته د مرګ په سزا محکوم او حکم پرې عملي شوی دی.
د حماس سرچینو زیاته کړې، چې د جاسوسۍ پر ضد مبارزه د فلسطین د مقاومت د بقا لپاره اړینه ده او هېڅ ډول خیانت د فلسطین ولس او مقاومت ته د منلو وړ نه دی.



