کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
د غزې تړانګې په مرکزي صلاح الدین سړک د فلسطیني مقاومت ځواکونو او صهیونیستي پوځ ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته اشغالګرو پوځ شاتګ کړی دی.
د عیني شاهدانو په وینا د غزې په مرکزي برخه کې سختې جګړې شوې، چې په ترڅ کې یې مقاومت ځواکونو صهیونیستي دوښمن ته اړولي او ګڼې شوبلې یې ویجاړې کړي دي.
سرچینې وایي، صهیونیستي پوځیان د مقاومت له کمینونو او درنو بریدونو وروسته له سیمې په شا شوي او څو پوځي مرکزونه یې خوشې کړي دي.
مقاومت ډلو ټینګار کړی، چې د غزې جګړه لا پسې سخته شوې او تر هغو به دوام لري څو چې اشغال پای ته ونه رسېږي.
















