غزه کې چاودنه؛ د صهیونیستي پوځ ۸ سرتېري وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي پوځ د “کفیر لېوا” پر یوه ټانک چاودنه شوې، چې له امله یې ۸ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

سرچینې وایي، چې چاودنه د غزې شمال کې د صهیونیستي پوځ پر کاروان ترسره شوی، چې یو ټانک پکې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د اسرائیلي پوځ رادیو که څه هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه کړې؛ خو په خبره یې وژل شوي او ټپیان یې د چورلکو په وسیله له سیمې ایستلي دي.

د یادونې ده ،چې په دې وروستیو کې د غزې په لر او بر کې د مقاومت ځواکونو له لوري په صهیونیستي اشغالګر پوځ بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button