د دفاع وزارت لوی درستیز: د افغانستان په یوه لویشت ځمکه به هم معامله ونکړو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد او خاورې په اړه هېڅ ډول معامله نه مني.

فطرت د یکشنبې په ورځ د هوايي ځواک پوهنتون د پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې افغانستان په بشپړه توګه آزاد او خپلواک دی او د هېواد اولادونه یې اداره کوي.

د هغه په وینا، د بګرام هوایي اډې په اړه له هېڅ لوري سره هېڅ ډول خبرې یا معامله نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت به هیڅکله بهرنیانو ته د حاکمیت اجازه ورنکړي او د امریکا او متحدینو له ګواښونو هېڅ ویره نه لري. فطرت وویل: «موږ د افغانستان په یوه لویشت ځمکه هم معامله نه کوو.»

مربوطه مطالب

Back to top button