کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې یوه اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست په چوکاټ کې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او ګډو ګټو پر اساس مثبتې اړیکې غواړي.
مجاهد ټینګار کړی، چې امریکا ته په ټولو دوه اړخیزو مذاکراتو کې روښانه شوې، چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د اسلامي امارت لپاره له هرڅه زیات اهمیت لري.
هغه یادونه کړې، چې د دوحې په هوکړه لیک کې امریکا ژمنه کړې، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاس وهنه نه کوي او له ځواک او ګواښ څخه به پر ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ کار نه اخلي.
اعلامیه په پای کې وايي، چې د تېرو ناکامو تجربو د تکرار پر ځای باید د عقلانیت او واقعبینۍ تګلاره خپله شي، څو د افغانستان د خلکو ګټې خوندي پاتې شي.
















