د کورنيو چارو وزارت وياند: د فایننشال ټایمز راپور بې‌اساس او مغرضانه دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د فایننشال ټایمز وروستی راپور رد کړی، چې ګواکې هغه د روسیې، چین، امریکا او اروپايي هېوادونو له دفاعي او استخباراتي ادارو سره د تماسونو خبره کړې ده.

قانع پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې ده هېڅکله داسې څرګندونې نه دي کړي او نه هم د اسلامي امارت کوم رسمي منبع د ورته موضوع یادونه کړې ده.

هغه دغه راپور «دسیسه رسنیزه او د امارت پر ضد د تبلیغاتو یوه برخه» بللې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا ډول خپرونې د اسلامي امارت پر اراده هېڅ اغېز نه شي کولی او له رسنیو یې غوښتي، چې د خبرونو په خپرولو کې د مسلکي اصولو او قانوني چوکاټ درناوی وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button