لطف الله خیرخوا
خبره د چين او ايران د کنترول نه ده، ځکه چې د ګټو وړه تبادله د دې سيالۍ رُخ بدلولی شي. اصل خبره د فوکوياما او هنګتنګتون د متعالي فلسفو او نظرياتو ده. ټول مسلمانان دواړه کتابونه ولولئ. د فوکوياما کتاب «د تاريخ پای او وروستی انسان» نومېږي. د هنګتنګتون کتاب «د تمدنونو ټکر» نومېږي.
فوکوياما وايي، چې له غربي لېبرالېزم وروسته هېڅ فکر او پرمختګ نه شته. انسان کې چې څومره زور و، همدا يې کچه او پای دی. غربي لېبرالېزم د انساني فکر هسک دی، له دې پورته څه نه شته. که څوک مخکې ځي، بېرته به ښکته ځي!!
هنګتنګتون ورپسې وويل چې د غرب د يکهتازۍ لپاره د هېوادونو جګړې بايد د تمدنونو جګړو ته واوړي. هر هغه تمدن چې د غربي تمدن مخې ته د خنډ کېدو توان لري، هغه بايد وځپل شي..الخ
قلتُ: په نړۍ کې داسې څوک نه شته چې له نړۍوال فکر، ثقافتي او سياسي نظم څخه د اخوا دېخوا کېدو جرئت په کې وي، بې له دې هېواده. د غرب ارزښتونه او ثقافتي برلاسي دوی د سر په قيمت هم ساتي.
زموږ رويه سمه يا ناسمه، دا جلا بحث دی، خو امريکا يوازې د ځان نه، د ټول غرب پامتهداره ده. همدا علت و چې د دفاع وزارت يې د جګړې وزارت کړ. د دوی د قتال علت يوازې يو هېواد نه دی، بلکې پر نړۍ حاکم فکر د دوی رأس المال دی. د دوی ترمينالوژي، ادبيات، سياسي رويې، د ماتې او سوبې معادلې، محاسبې او تاريخ د دوی د قتال علتونه دي.
په جاپان کې مې له تادامېچي ياماموتو – په افغانستان کې د يوناما پخواني مشر – پوښتنه وکړه:
که تاسې موږ مستبد ګڼئ، نو نړۍ له مستبدينو ډکه ده. که مو د ښځو او بشر حقوقو ناقضين کړئ، هم نړۍ ترې ډکه ده. که د ديموکراتيکو ارزښتونو مخالف مو ګڼئ، هم نړۍ ترې ډکه ده. موږ کې تر نورو څه ډېر خطرناک دي، چې له هغوی سره ښه تعامل، راشه درشه، سفارتونه، ګډې جلسې، د نړۍوالو نظمونو غړيتوب او ملګرتيا لرئ، خو موږ سره مو دښمني راخيستې؟؟؟؟
ډېره په سړه سينه يې وويل، تا چې کومې ستونزې يادې کړې، دا هغه ستونزې نه دي چې نړۍ يې تاسې سره په اړه ورانه ده. دا يې د دعوې صورت دی، اصل خبره دا ده چې تاسې د نړۍوال نظم پر ضد نظريه او عمل ښکاره کوئ. نړۍ ان له ديموکراتو مستبدانو ډکه ده، نور خو څه کوئ، مګر هېڅوک اوسنی غربي ذهنيت نه ننګوي. دا ستاسې ستونزه ده. که همدا نن تاسې د ځينو مسايلو په اړه محافظه کاري ونه کړئ، په همدې اوسني شکل منل کېږئ.
ما ورته وويل چې د تمدنونو د ټکر موضوع خو به دلته کارفرما نه وي؟ مجلس کې يې وويل چې نه نه نه نه داسې څه خبره نه شته. له مجلس وروسته يې راته وويل: ته له دې نورو ملګرو متفاوت غږېږې. ما ويل زه نه يم متوجه شوی. ويل يې داسې بريښي لکه د فلسفې او نظرياتو مسايل دې له نظره تېر کړي. ما ويل شايد!
وايي هغه ستا د رسمي مجلس خبره دقيقه ده، خو موږ يې رسما نه شو تاييدولی!
دغسې غورې دي نو!
د ورځې پای کې درته – ان شاء الله – بله مهمه خبره کوم، فعلا دا موضوع هضم کړئ، هغه هم ډېره کاړه خبره ده.


















