د معدني موادو د پروسس او صادراتو پالیسۍ مسوده تایید شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن د سنبلې میاشتې په ۲۹مه د اقتصادي کمیسیون غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د معدني موادو د پروسس او صادراتو د پالیسۍ مسوده د بحث او ارزونې وروسته تایید شوه.

په غونډه کې ټینګار وشو، چې دغه پالیسي به د معدني موادو د پروسس لپاره د ملي او نړيوالو معیارونو پر اساس عملي کېږي او د خامو موادو د صادراتو پر ځای به د پروسس له لارې د ارزښت زیاتوالي هڅې کېږي.

مسوولینو وویل، د دې پالیسۍ تطبیق به د عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ د پانګونې او کارموندنې زمینه هم برابره کړي.

د اقتصادي کمیسیون له لوري اړوندو وزارتونو او ادارو ته لارښوونه وشوه، چې د پالیسي د عملي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

دغه راز غونډه کې پرېکړه وشوه، چې موضوع دې د اسلامي امارت د زعیم شېخ هبت‌الله اخندزاده د وروستۍ منظورۍ لپاره واستول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button