کابل ټکی کام (يکشنبه، ۳۰ وږی، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت اقتصادي معاونیت وايي، د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نن د ۳ اعشاریه ۸ میلیارده افغانیو په ارزښت شپږ پروژې رسمي منظورې کړې.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې په منظور شوو پروژو کې د کونړ ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون د ودانۍ پاتې چارې بشپړول، په پکتیکا کې د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت سړې خونې جوړول، د فاریاب میمنه ښار څخه تر فردوس ولسوالۍ پورې د ۲۵ کیلومتره سړک جوړول، او په مختلفو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژو پاتې چارې شاملې دي.
د منظور شوو پروژو مالي لګښت به د اسلامي امارت له بودیجې ورکړل شي.


















