د غزې جګړه؛ شجاعیه کې ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د فلسطیني مقاومت د سرچینو خبر ورکړی، چې د غزې تړانګې په ختیځې شجاعیه سیمه کې مقاومت ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر یو پوځي کاروان برید کړی دی.

سرچینې زیاتوي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲ صهیونیستي پوځیان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

د پېښې ځای ته بېړني ځواکونه رسېدلي او د صهیونیستي پوځ هیلیکوپترونه د ټپیانو د انتقال لپاره پر سیمه پروازونه کوي.

مقاومت ځواکونه وایي، چې د غزې جګړه به د اشغالګرو پر وړاندې تر بریا پورې دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button