یمني فعالانو د باګرام په اړه د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون کې د افغانانو ملاتړ اعلان کړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د ټولنیزو رسنیو فعالانو د امریکایي ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د افغانستان د باګرام پوځې اډې د بېرته ترلاسه کولو اړوند یې کړې وې، د افغان ولس بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

ټرمپ په خپلو تازه خبرو کې ویلي وو: «موږ د باګرام ستراتیژیک مرکز له لاسه ورکړ، حال دا چې باید په هر قیمت ساتل شوی وای، ځکه دا د چین او ایران د څارنې لپاره خورا مهم موقعیت دی.»

یمني فعالانو ویلي، د ټرمپ څرګندونې ښيي چې امریکا افغانستان یوازې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره کاراوه، نه د افغان ولس د سوکالۍ او پرمختګ لپاره.

دوی زیاتوي، افغان ولس د بې سارې قربانیو او اوږدې مبارزې له لارې نړۍ ته ثابته کړه چې د پردیو غلامي نه مني او د یمن ولس د افغانانو دغه دریځ ستایي.

یمني فعالانو ټینګار کړی، چې دواړه ملتونه د آزادۍ په لاره کې ګډ دردونه او قربانۍ لري او د دواړو هېوادونو د شهیدانو وینې به د بريا او سوکالۍ سبب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button