د زلزله‌ځپلو د درملنې او طبي همکاریو په اړه د عامې روغتیا وزیر او د قزاقستان سفیر خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان له سفیر ګزیز اکباسوف سره د زلزله‌ځپلو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د زړه او سرطاني ناروغیو درملنې، او د طبي تجهیزاتو برابرولو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي جلالي د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري اړینه بللې او ويلي دي، چې د ختیځ په زلزله‌ځپلو سیمو کې خلکو ته لا زیات روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ده. نوموړي له قزاقستانه د زړه ناروغیو، سرطاني ناروغیو، راډیولوژي او عصبي جراحۍ په برخو کې د روزنې او تجاربو د شریکولو غوښتنه وکړه.

د قزاقستان سفیر افغانستان “دوست هېواد” وباله او ژمنه یې وکړه چې د افغان روغتیايي کارکوونکو لپاره به د روزنې زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د دوی له لوري یو شل کسیز تخنیکي جراحي ټیم ډېر ژر افغانستان ته راځي څو د زلزله‌ځپلو ټپیانو وړیا جراحي عملیات ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button