کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)
یدعوت احرونوت ورځپاڼې په تازه راپور کې لیکلي، چې د حماس شل زره روزل شوي جنګیالي لا هم فعاله دي او د پوځي تجهیزاتو درلودل به یې اسرائیل اوږدې جګړې ته اړ کړي. د ورځپاڼې په خبره دا جګړه به د اسرائیلو د ګڼو عسکرو ژوند واخلي او هم به یې سخت مالي زیانونه ورته ورسوي.
ورځپاڼه زیاتوي، ایران لا هم د سیمې په کچه ځواکمن لوبغاړی دی او د هغوی له ملاتړه برخمن حوثیان په پرلپسې ډول پر اسرائیلو مرګوني بریدونه ترسره کوي.
د راپور له مخې، اوس مهال غربي تراډه هم له وسلو ډکه شوې او د اسرائیلي پوځ له کنټروله وتلې ده. همدارنګه د حماس کمانډويي ځواک لا هم په بشپړ قوت کې دی او سلګونه کیلومتره اوږده تونلونه یې فعال دي.
ورځپاڼې د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي له خولې لیکلي، چې حماس به هېڅکله د تسلیمۍ سپین بیرغ پورته نه کړي، بلکې که د دوی یو جنګیالی هم پاتې وي، تر وروستۍ سلګې به جګړې ته دوام ورکړي. د ده په وینا، دا وضعیت به جګړه د کلونو لپاره وغځوي چې د اسرائیلو لپاره به خطرناکه وي.
که څه هم د حماس د لومړۍ ډلې ګڼ مشران شهیدان شوي دي، خو عزالدین الحداد او راید سعد اوس مشري پر غاړه لري او د پخوانیو رهبرانو ځای یې ډک کړی دی او د جنګي قوماندانانو شهادتونو د حماس په فعالیتونو هېڅ اغېز نه دی کړی.

















