هرات کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې ۱۰ نوې تولیدي کارخونې پرانیستل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونه ۱۰ نوې تولیدي کارخونې پرانیستل شوې دي.

یادې کارخونې د درملو، طبي وسایلو، خوراکي توکو او د ښېښې پشم د تولید په برخو کې فعالیت پیلوي.

مسوولين وایي، د دغو کارخونو په فعالېدو سره به د سیمې په اقتصادي ودې او د خلکو په کاري فرصتونو کې مهم بدلون راشي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې مرستیال عبدالناصر امین په مراسمو کې وویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د کارخونو شمېر له ۱۲۰ څخه یو زر او ۱۷۰ ته لوړ شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button