یمني ځواکونو پر تل‌ابیب او د اسراییل په منځنیو برخو توغنديز بريدونه کړي، د بن ګوریون هوايي ډګر تړل شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ تله، ۱۴۰۴ل)

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د یمن څخه د توغول شوي توغندي له امله په بیت‌المقدس، د تل‌ابیب په لویه سیمه او د اسراییل په منځنیو برخو کې د خطر زنګونه کړنګيډلي او میلیونونه اسراییلیان پناهځایونو ته تښتیدلي دي.

راپور زياتوي ، د بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر کې هم د توغنديو لګيدو له امله پروازونه بند شوي.

پر اشغالي فلسطين سيمو د يمني ځواکونو د توغندي برید څو ساعته له هغه وروسته ترسره شو چې اسراییلي الوتکو د یمن پلازمېنه صنعا په نښه کړې وه. په دغو بریدونو کې دوه تنه شهيدان شوي او ۴۸ تنه ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د يمني ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکې په ایلات ښار کې برید کړی و چې له امله یې ۵۰ تنه ژوبل شوي و، چې درې تنه یې په نازک حالت کې دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، هڅه یې کړې وه چې په ایلات ښار کې د یمن له لوري توغول شوې بې‌پیلوټه الوتکه وولي، خو د «اېرن ډوم» دفاعي سیستم دوه توغندي وتوغول خو بیا هم د ډرون په ويشتلو پاتې راغلل.

يمني ځواکونو د اسراییلو پر وړاندې لسګونه توغندیز او ډرون بریدونه کړي او دا یې د فلسطینیانو د ملاتړ یوه برخه بللې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button