اسرائيلي اشغالګرو پر صنعاء ۱۱ لويې هوايي بريدونه کړي؛ د یمن د روغتيا وزارت د دوو شهيدانو او ۴۸ ټپيانو خبر ورکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د یمن د روغتيا وزارت وايي، د اسرائيلو د تازه هوايي بریدونو له امله په صنعاء کې لږ تر لږه دوه تنه شهيدان شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، اسرائيلي جنګي الوتکو د چهارشنبې په ماښام پر پلازمېنه صنعاء ۱۱ ځايه پرله‌پسې بمبارۍ کړي، چې د انصارالله د مشر عبدالملک الحوثي د وينا پر مهال ترسره شوي دي.

د عبري رسنيو په وينا، د اسرائيلو هوايي ځواکونو یوازې پر يوه ودانۍ ۱۳ غېر معمولي بمبارۍ کړي دي.

عبدالملک الحوثي د خپلې وينا پر مهال امريکا او اسرائيل «د يوې سکې دوه مخونه» وبلل او ويې ويل، چې دواړه د فلسطيني ولس د بشپړ ځپلو هڅې کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button