کتائب القسام: په غزه کې مو اسرائیلي ټانک او بلدوزر ويشتلي

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د حماس پوځي څانګې، د عزالدین قسام ليواء ويلي چې د غزې په لوېدیځ کې یې د اسرائیلي پوځ یو ټانک او یو بلدوزر ویشتلي دي.

القسام په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سپتمبر په ۲۳مه نېټه د تل الهوى په سیمه کې د اسرائیلي پوځ د “ميرکفاه” ټانک د «ياسین ۱۰۵» توغندي او د «العمل الفدائي» چاودېدونکي توکي په وسیله لګېدلي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د همدې عملیاتو پر مهال د الشاطئ کمپ د اسامه جومات شاوخوا کې د اسرائیلي پوځ یو بلدوزر “D9” د «تاندوم» توغندي په مرسته هدف ګرځول شوی دی.

د القسام په وینا، دغه بریدونه د “عصا موسی” د عملیاتو لړۍ او د “طوفان الاقصی” جګړې یوه برخه ده، چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې د اسرائیلي یرغل پر ضد روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button