ډونالډ ټرمپ: د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو توافق ته رسیدلي یو

کابل ټکی کام (جمعه، ۴ تله، ۱۴۰۴ل)

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ماښام وویل چې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د حماس سره د بنديانو د خوشې کولو لپاره نږدې یو توافق ته رسېدلي دي.

ټرمپ خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: «زه فکر کوم چې موږ یو توافق لرو… داسې ښکاري چې موږ د غزې په اړه یو توافق لرو. زه فکر کوم چې دا توافق به بنديان شوي کسان آزاد کړي او جګړه پای ته ورسوي.»

دغه راز د اسرائیلو لومړي وزیر نیتنیاهو د ټرمپ تر لیدنې مخکې د خبریالانو لپاره غونډه لغوه کړې او پلان لري چې دا غونډه د ټرمپ تر لیدنې وروسته ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button