کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د شیرزادو، خوږیاڼو او بټي کوټ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو شبکو د جوړولو چارې پيل کړې.
په دغو شبکو کې د پنځو ژورو څاګانو کیندل، د بېلابېلو وړتیاوو اوبو ذخیرو جوړول، د ۳۰ کیلومترو پایپ غځول، د ۶۵۲ شیردهنونو نصب او د ۱۰۲ سولر تختو نښلول شامل دي.
د چارواکو په وینا، د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابریږي او له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۱۷۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
















