کابل ټکی کام (شنبه، ۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د ايران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک په يوه اعلاميه کې ټینګار شوی چې د مقاومت ملاتړ به د اسرائيلو د بشپړې ماتې او د قدس تر آزادۍ پورې دوام ولري.
اعلاميه د لبنان د حزب الله د وژل شوي مشر سيد حسن نصرالله، سيد هاشم صفي الدين او د ايران د لوى جنرال عباس نيلفروشان د تلين په مناسبت خپره شوې، چې پکې د دغو مشرانو قربانۍ د اسلامي امت لپاره د امنيت او عزت سرچينه بلل شوې دي.
سپاه پاسداران په خپل پيغام کې ويلي چې د امريکا او اسرائيلو ټولې هڅې د مقاومت د کمزوري کولو لپاره ناکامې شوې دي او د دې محاذ ځواک ورځ تر بلې پياوړی کېږي، نو ځکه ايران به د سيمې د ملتونو تر څنګ د مقاومت ملاتړ جاري وساتي.
















