له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې له دوو نړيوالو مؤسسو سره د بشري مرستو تړونونه لاسليک کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې رئيس ملا نورالدين ترابي په خپل دفتر کې د «کواک» او «ورلډ ويژن» موسسو له مسؤلينو سره د بشري مرستو دوه تفاهم‌نامې لاسلیک کړې.

د کواک موسسې تړون چې شاوخوا ۱۶،۸۵۳،۰۵۵ افغانۍ ارزښت لري، له مخې به يې په سمنگان، بلخ، سرپل، فاریاب، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې ۱۳،۲۶۶ کورنیو ته د حفظ‌الصحې بستې او روزنیز ورکشاپونه وړاندې شي.

همدارنګه، د «ورلډ ویژن» موسسې د ۲۳۴،۰۱۵ ډالرو په ارزښت تړون له مخې، دغه موسسه به ۵۹۸ کورنیو ته د درې میاشتو لپاره هره میاشت ۸۰ ډالر نغدې مرستې ورکړي او د اوبو شبکو د پاکولو لپاره به د “کار په بدل کې نغدې پیسې” پروګرام هم پلي کړي.

ښاغلي ترابي له دغو موسسو وغوښتل، چې د خلکو د اړتیاوو له مخې خپلې مرستې پراخې کړي او د ولايتي ریاستونو له لارې اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button