کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ تله، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، په نیپال کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي او لسګونه نور بېدرکه دي. چارواکي وايي، د ژغورنې ډلې د مړو او ټپیانو د لټون هڅې روانې دي.
ځايي سرچینې زیاتوي، چې زیاتره زیانمنې شوې کورنۍ د هند پولې ته نږدې د ایلام په ختیځ ولایت کې دي، چیرې چې کورونه، فصلونه او بنسټیزې اسانتیاوې د بارانونو او سېلابونو له امله له منځه تللې دي.
د مهاټري سیمې اوسېدونکي وایي، حکومتي مرستې لا تر اوسه نه دي رسېدلې، خو چارواکو ویلي چې بېکوره شوې کورنۍ خوندي سیمو ته انتقال شوې دي او د خوړو او څښاک اوبو د برابرولو هڅې روانې دي.