اسرائیلي پوځ د ازادۍ بېړۍ اسطول الصمود ۱۵۰ فعالان نيولي؛ ټولې بېړۍ په نړيوالو اوبو کې درول شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)

عبري رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ د «ازادۍ بېړۍ» اسطول الصمود ۱۵۰ فعالان نيولي او هغوی یې د اسدود بندر ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، د اسطول ټولې بېړۍ د اسرائیلي سمندري ځواکونو له‌خوا په نړيوالو اوبو کې درول شوې دي.

د «اسطول الصمود» ډلې ويلي، د اسرائیلي پوځ بېړيو د ۹ بېړيو دغه قطار چې د غزې تړانګې پر لور د محاصرې د ماتولو لپاره روان و، په نړيوالو اوبو کې نيولی دی.

د بيړيو تنظيموونکو دغه عمل د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه بللې او له نړيوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د نیول شويو فعالانو د خوشې کېدو او د اسطول د امن خوندیتوب لپاره بیړني ګامونه واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button