نن سهار په ننګرهار او کونړ کې د ۴.۴ درجې زلزله شوې؛ تر اوسه د تلفاتو راپور نه‌دی ورکړل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د امریکا د جیولوجیکي سروې ادارې (USGS) ویلي، د هېواد ختیځ ولایتونه ننګرهار او کونړ نن سهار د ۴.۴ درجې زلزلې لړزولي دي. د ادارې د معلوماتو له مخې، زلزله د جلال‌اباد ښار ختیځ ته شاوخوا ۲۱ کیلومتره لرې، د ځمکې له سطحې ۱۰ کیلومتره ژوره رامنځته شوې ده.
زلزله نن د اکتوبر په ۸مه نېټه د سهار په ۷:۴۸ دقیقې شوې، او د سیمې اوسېدونکو ویلي چې ټکانونه یې په جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې محسوس کړي دي. تر اوسه د احتمالي تلفاتو یا مالي زیانونو په اړه راپور نه‌دی ورکړل شوی.
یاده زلزله په داسې مهال رامنځته شوې، چې د اګست د ۳۱مې په شپه هم د هېواد ختیځو سیمو کې زورورې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ زیات ټپیان شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button