حماس یو ځل بیا غزه کې صهیونیستي پوځ پر پوستو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ تله، ۱۴۰۴ل)

د عبراني رسنیو د راپورونو له مخې، د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې “القسام” لېوا یو ځل بیا په غزه کې د صهیونیستي پوځ پر پوځي کلاګانو او پوستو پراخ بریدونه کړي دي.

راپورونه وایي، چې د بریدونو موخه د اسرائیلي پوځ هغه مرکزونه دي چې د وروستیو اونیو په ترڅ کې یې پر ملکي سیمو درانه بمبارونه کړي وو.

د القسام سرچینو ویلي، چې دا بریدونه د صهیونیستي یرغل پر ضد د دوامدار مقاومت برخه ده او تر هغو به روان وي، څو د غزې محاصره او یرغل پای ته ونه رسېږي.

په عین حال کې، د اسرائیلي پوځ ویاند هم د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د حماس د راکټي بریدونو له امله د غزې شاوخوا پوځي تاسیساتو ته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button