ایران له افغانستان او پاکستانه د زغم غوښتنه کړې او د منځګړیتوب وړاندیز یې کړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د وروستیو «انتقامي عملیاتو» وروسته له دواړو لورو غوښتي چې له زغم او خویشتن‌دارۍصبر څخه کار واخلي او د ترینګلتیا د پراخېدو مخه ونیسي.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، تهران د دغو نښتو له امله اندېښنه لري او ټینګار کوي چې پاکستان او افغانستان باید د یو بل ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

بقایي زیاته کړې، ایران د سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت په موخه چمتو دی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button