افغانستان په درېيمه يو ورځنۍ سيالۍ کې بنګله دېش ته د ۲۰۰ منډو په توپير ماتې ورکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)

افغان لوبډلې د ابراهيم ځدران د ۹۵ او محمد نبي د ۶۲ ناسوځيدلو منډو پر مټ سيالې بنګله دېشۍ لوبډلې ته د ۲۹۴ منډو هدف ورکړ.

بنګله ديشۍ لوبډلې په ۲۷.۱ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو يوازې ۹۳ منډې جوړې کړې او سيالي يې د ۲۰۰ منډو په توپير افغان لوبډلې ته وبايلله.

په توپ اچونه کې ځوان بلال سميع د سيالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول.

پدې بريا سره افغان لوبډلې د يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

مربوطه مطالب

Back to top button