کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو او روسیې چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې پر اوږدو نښتو اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې شخړې د خبرو له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې ملګري ملتونه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ روانو نښتو ته اندېښمن دي.
نوموړي له کابل او اسلاماباد دواړو غوښتنه کړې چې ستونزې د دیپلوماټیکو لارو او متقابل تفاهم له لارې حل کړي.
په ورته مهال، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا هم د دغه وضعیت په اړه څرګندونې کړې دي. هغې افغانستان او پاکستان د روسیې دوستان بللي او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې بېرته پیل شي او شخړې د سولهییزو لارو هوارې شي.
د کابل او اسلاماباد ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه، چې د پاکستان جنګي الوتکو د افغانستان هوايي حریم نقض وکړ.
د اسلامي امارت زړورو ځواکونو د دغه برید پر وړاندې سخت او پريکنده ځواب ورکړ، چې له امله یې دواړو خواوو ترمنځ تازه پوځي تاوتریخوالی رامنځته شو.


















