په غزه کې د اوربند له اعلان وروسته اسرائیلي ځواکونو ۸۰ ځلې سرغړونه کړې؛ ۹۷ تنه شهیدان او ۲۳۰ ټپیان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ تله، ۱۴۰۴ل)

د غزې د رسنيو حکومتي دفتر ویلي، چې د اوربند له اعلان وروسته د اسرائیلي پوځ له لوري لږ تر لږه ۸۰ ځلې سرغړونه شوې ده، چې له امله یې ۹۷ فلسطینیان شهیدان او شاوخوا ۲۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاد دفتر په وینا، دغه سرغړونې د غزې په ټولو ولایتونو کې ثبت شوې دي، چې پکې د ملکي وګړو پر ضد د ډزو، قصدي بمبارۍ، نیول او د اورغورځونکي بریدونه شامل دي.

همدارنګه د اسرائیلي ځواکونو هغه الې او ماشینونه چې د ښارونو پر څنډو ځای پر ځای شوي، له لرې واټن څخه د خلکو پر لور ډزې کوي او ملکي وګړي هدف ګرځوي.

چارواکي وايي، د بې‌پیلوټه الوتکو (کوادکاپټر) په مرسته هم د استوګنې پر سیمو بریدونه کېږي، چې دا ټول څرګندوي اسرائیلو له اوربند وروسته هم د جګړې د دوام او د فلسطینیانو د وېرولو تګلاره نه ده درولې.

مربوطه مطالب

Back to top button