د ګاونډي سره وروستیو څو ورځنیو جګړو څو حقیقتونه په ډاګه کړل

جاوید مومند

په وروستیو څو ورځو کې د ګاونډي هېواد له‌خوا رامنځته شوې نښتې یو ځل بیا د افغان ولس د مېړانې، ملي یووالي او ثابت قدم دریځ څرګندونه وکړه. دا پېښې څو بنسټیز حقایق نړۍ ته روښانه کړل:

 د کاذب غرور زوال:

د ګاونډي هېواد هغه کاذب غرور او بې‌ځایه ویره، چې د کلونو راهیسې یې د افغانانو پر وړاندې درلوده، په بشپړ ډول له منځه ولاړه.

 ملي یووالی او واحد غږ:

نړۍ ته دا څرګنده شوه چې افغان ولس د ملي مسایلو، خپلواکۍ او خاورې د دفاع په برخه کې یو واحد غږ لري او هېڅ فشار یا تفرقه نه‌شي کولی دا یووالی کمزوری کړي.

د اټومي زور بې‌اغېزتیا:

مقابل لوري ته دا ثابته شوه چې که هر څوک د اټومي وسلو څښتن هم وي، د افغان ولس د ایمان، اسلامیت او افغانیت پر وړاندې بې‌وسه دی. افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې د هر یرغل پر وړاندې مېړانه کړې او دا سلسله به تر وروستي افغان پورې روانه وي.

 د نیابتي سیاست ناکامي:

د نیابتي ډلو په روزنه او تمویل سره هېڅ هېواد خپلې موخې نه‌شي ترلاسه کولای، ځکه دا ډول تګلارې په پایله کې د هماغه هېواد د ناکامۍ او سوځېدو سبب ګرځي.

د فرضي کرښې نه‌منل:

افغان ولس هېڅکله د پردیو له‌خوا ټاکل شوې فرضي کرښې په رسمیت نه‌پېژني، ځکه دا د افغانانو د ملي هویت، تاریخي حق او ازادۍ برخه ده.

افغان ولس یو ځل بیا نړۍ ته وښودله چې دا خاوره د مېړنو، باعزته او خپلواک انسانانو ده، او د خپل حاکمیت، خپل‌منځي یووالي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره به تر هرې قربانۍ پورې ولاړ وي.

د افغان ولس واحد غږ دا دی:

تر هغه چې یو افغان ژوندی وي، دا خاوره به ازاده، خپلواکه او د ایمان تر بیرغ لاندې پاتې وي.

او په . پایله کې باید و وایم چې:

اوس جګړه د تکنالوژۍ او وسایلو جګړه ده. له همدې امله باید دوه برخو ته جدي پاملرنه وشي:

۱. د رادار او دفاعي سیستم پیاوړتیا.

۲. د هوایي ځواک د روزنې او تجهیز لپاره عملي ګامونه.

مربوطه مطالب

Back to top button