د اوسپنې پټلۍ نړیوالې اتحاديې په ۳۶مه غونډه کې د افغان پلاوي ګډون؛ د اوسپنې پټلۍ د درې اړخیزو همکاریو هوکړه شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده د تخنیکي ټیم په ملتیا په ترکیه کې د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سیمه‌ییزه غونډه کې ګډون وکړ. د وزارت په وینا، د سفر موخه د نړیوالې غونډې ترڅنګ د منځني ختیځ د بار انتقالاتو د کاري ډلې په نهمه ناسته او د درې اړخیزو همکاریو په غونډو کې ګډون و.

دغه راز د افغانستان، ایران او ترکیې درې اړخیزه ناسته د اکتوبر په ۲۲مه د یادې اتحاديې د غونډې په څنډه کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د درې واړو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د نښلولو، د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتوالي، او د خواف ـ هرات تر مزارشریف د پټلۍ د غځولو پر اهمیت خبرې وشوې او د ترکیې چارواکو وویل، هڅه کوي د ایران او ترکیې اوسپنیزې کرښې د افغانستان له لارې له چین سره ونښلوي.

درې واړو هېوادونو هوکړه وکړه چې د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د رغونې طرحه په ګډه عملي کړي او د خپلو مالي او تخنیکي سرچینو څخه ګډه ګټه واخلي.

هغوی د خواف ـ هرات پټلۍ بشپړېدل د سیمه‌ییز ټرانزېټ او سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم ګام وباله او د ګډو همکاریو صورت‌جلسه یې لاسلیک کړه.

مربوطه مطالب

Back to top button