مفتي رشید احمد انقیادي
دا یو ښکاره حقیقت دی چې کله اسلامي نړۍ د غربی استعمار تر غلبې لاندي شوه له هغه ورسته د یو منظم پلان له مخې اسلام او اسلامي احکام یوازې د عباداتو تر کچې پوري محدود کړل شوه، د معاملاتو او سیاست څخه واټن ورکړل شو او په عموم کې دا نظریه خپره کړل شوه چې د اسلام او اسلامي احکامو اړیکه یوازې د عباداتو سره ده په معاملاتو او سیاست کې اسلام او اسلامي احکام کوم رول نه لري. له اصل نه دا فکر او نظریه د غرب وه، دوی په منظمه توګه دا لړۍ پر مخ یوړه. غرب په دې نظر دی چې دین او مذهب د انسان له ژوند سره هیڅ تړاو نه لري بلکې دا د انسان یو شخصي کار دی، انسان که په شخصي ژوند کې د یو ځانګړي دین او مذهب پیروي کوي او کنه!؟ هغه که هر دین او مذهب اختیاروي څوک پرې نیوکه نشي کولای، او انسان چې په هر حال کې د هر دین او مذهب تر سیوري لاندې خوشحاله وي هغه دې خوښ کړي. څوک چې د اور په عبادت کولو خوشحاله وي هغه دې اختیار کړي، څوک چې په بوداییزم خوشحاله وي خپل ژوند دي په بوداییزم کې تېر کړي او که څوک په اسلام کې خوشحاله وي اسلام دې د خپل ژوند مسیر وټاکې دا هیڅ کوم توپیر نه لري چې دین او مذهب یې تغیر کړ. اوس پوښتنه دا نه ده چې کوم دین او مذهب حق دی او کوم باطل بلکې بحث پر دې دی چې په کوم دین او مذهب کې چې انسان روحاني آرام احساسوي هغه د قدر وړ دی، څوک پکې د مداخلې حق نه لري، په همدې اساس یې د ژوند په نورو برخو کې د عملي کولو څوک فکر نه کوي او نه کیږي.
له همدې ځایه د سیکولرزم نظریه را پیدا شوه، د سیکولرزم نظریه داده چې ټولینز کارونه لکه اقتصاد، تجارت، سیاست او نور له دین او مذهب سره هیڅ تړاو نه لري، په دې ټولو کارونو کې دین او مذهب ته هیڅ د مداخلې اړتیا نشته، بلکې څنګه یې چې په خپل فکر او عقل سره جوړه کړه هماغه سې دې د ژوند چارې سمې کړي. د دې نظریې په رڼا کې دین او مذهب هیڅ حقیقت نه لري بلکې یوازې ځانته د ارام رسولو لار ده، بس؛ نو که یو څوک د سپیو په جنګولو اراميږي سپې دې وجنګوي، که څوک د چرګانو په جنګولو آرامیږي چرګان دې وجنګوي او که څوک مسجد ته په تګ د آرام احساس کوي، مسجد ته دې تګ پیل کړي. لکه څرنګه چې د سپیو او چرګانو جنګول د انسان له حقیقي ژوند سره کوم تړاو نه لري همداسي مسجد ته تګ هم د ژوند کومه مهمه برخه نه ده، یانې دلته دا خبره هیڅ مطرح نه ده چې مسجد ته تګ او هلته لمونځ کول په خپل ځان کې حق دی او که باطل؟(العیاذ بالله)!. دا هغه نظریه ده چې په غرب کې عامه ده او دې ته «سیکولر دیموکراسي» وایي. اوس مهال دا خبره ډیره تر بحث لاندې نیول کیږي چې په نړیواله کچه ټولي نظریې او فکرونه ناکام او له کاره ولویدل یوازې همدا د سیکولر دیموکراسۍ نظریه داسې نظریه ده چې تر قیامته پوري ناکامېدونکې نه ده بلکې دا به د تل لپاره بریالۍ او کامیابه نظریه وي. څه وخت چې شوروي اتحاد دړې وړې شو، هغه وخت په غرب کې ډیرې خوښۍ وشوي، لیکنې وشوې آن چې مستقل کتابونه ولیکل شول، په منظمه توګه عام کړل شول او په پراخه کچه بازار ورته پيدا شو.
د دې لړۍ مشهور کتاب The End of the History and the Last Manیعنې د تاریخ پای او وروستی سړی، د کتاب خلاصه په دې ډول ده چې د شوروي اتحاد له لمنځه تګ سره د دوی تاریخ پای ته ورسید او له دوی وروسته یو بشپړ انسان د سیکولر دیموکراسۍ نظریې په بڼه پيدا شو او تر قیامته به وي.
یو طرف د اسلام دښمنان په دې هڅه کې وو چې دین باید له اقتصاد، تجارت او سیاست څخه جدا شي خو له بله اړخه موږ هم په یاده برخه کې له دوی سره په غیر شعوري ډول همکاري وکړه؛ ځکه موږ چې په خپل شخصي ژوند کې عباداتو ته څومره توجه کوو د دین نورو برخو ته یې نه کوو، په داسې حال کې چې اسلام پنځه عمده او بنیادي برخي لري: عقائد، عبادات، معاملات، معاشرت (ټولنیز ژوند) او اخلاق، د دې ټولو په نسبت عقایدو او عباداتو ته زیاته توجه کوو، او د دې توجه دوه لاملونه دي:
1) څومره چې د عقایدو او عباداتو د سمون کوشش کوو، په دومره کچه د نورو برخو سمون ته توجه نه کوو، تر دې چې که یو کس زموږ په ټولنه کې په عباداتو کې کوتاهي کوي، ټول خلک بد پرې وایي او باید هم پرې وویل شي، مګر که څوک په معاملاتو کې حلالو او حرامو ته توجه ونه کړي او یا په اخلاقو کې نیمګړتیا ولري، خلک دومره بد نه پرې وایي او نه هم په ټولنه کې منفور ګڼل کیږي.
2) زموږ په تعلیمي ادارو کې چې څومره توجه د عقایدو او عباداتو درس او تدریس ته کیږي، نورو برخو ته په دومره کچه نه کیږي، د بیلګې په توګه، په مدارسو کې د احادیثو او فقه د تدریس په وخت کې بشپړ تحقیق او څیړنه تر کتاب الحج پورې وي او ډیر تحقیق کوونکی به تر کتاب النکاح او کتاب الطلاق پورې دا لړۍ جاري وساتي، له هغه وروسته کتاب البیوع او معاملاتو برخه یوازې د ترجمې تر کچې پورې لوستل کیږي او یا د نشت تر حده تفصیل پکې کیږي. د رفع الیدینو په څیر نورې جزئی مسائل په څو ساعتونو یا ورځو کې بیانیږي، البته د معاملاتو درس او تدریس یوازې د ترجمې تر کچې محدود ساتل کیږي.
زموږ د تعلیمي نصاب او طرز نتیجه دا ده چې زموږ د تعلیمي ادارو فارغان تر فراغت وروسته د عقایدو او عباداتو په برخه کې بشپړه پوهه ترلاسه کوي، او دا ځکه چې دوی د دې درس او تدریس ته ډیره توجه کړې وي، مګر په نورو برخو کې تر اوسه هم مبتدي وي.
زموږ او تاسو د ټولنو عام مسلمانان په دوه ډوله دي، لومړۍ ډله هغه مسلمانان چې د غرب د تبلیغاتو تر تاثیر لاندي راغلي وي او له دین سره اړیکه یې یوازې د نوم تر حده پاتې وي، دوی په دې فکر دي چې تش په نوم مسلمان دې وم او دا هم راته بسنه کوي چې نوم مې دې یوازې د مسلمانانو په لسټ کې وي، نور باید هغه څه وکړم چې دنیا او دنیاوال یې کوي، جائز او ناجائز ته هیڅ فکر نه کوي. دوهمه ډله هغه مسلمانان دي چې دوی په ریښتیني ډول له دین سره قوي اړیکه لري او کوشش کوي چې دا اړیکه نوره هم مضبوطه کړي، له علماوو مساجدو او نورو اسلامي شعایرو سره مینه لري مګر د دوی اړیکه او کار هم یوازې تر عقایدو او معاملاتو پورې محدود وي، هڅه یې دا وي چې خپل عقائد او عبادات سم کړي اګر که نورې برخې ترې پاتې وي. د غرب د تبلیغاتو او زموږ د سستۍ په پایله کې ډیری دینداره خلک د علماوو او پوهانو سره د قوي اړیکې له لرلو سره سره بیا هم د دوی د ژوند لویه برخه یوازې او یوازې په عقایدو او عباداتو څرخي او پوښتنې یې هم تر همدې ساحې پورې محدودې وي، دارالافتاوو او محاکمو ته راتلونکي قضایا هم تر ډیره عقائد او عبادات په بر کې نیسي.
موږ باید د نوي عصر مسائل وپيژنو، ځان پرې پوه کړو، په دې هم ځان پوه کړو چې څه روان دي؟ څنګه روان دي؟ په کومه روان دي؟ علماء فرمایې «من لم یعرف اهل زمانه فهو جاهل» یعني څوک چې د خپل وخت خلک و نه پېژني هغه جاهل دی؛ ځکه چې د مسایلو د فهم لپاره تر ټولو مهم څه صورت د مسئلې دی او دا له خلکو څخه په ښه طریقه تر لاسه کیږي، آن ځینو ویلي چې په صورت د مسئلې پوهه نیم علم دی، تر څو چې صورت د مسئلې معلوم شوی نه وي تر هغه وخته صحیح ځواب هم نشي ورکول کېدلای. د امام محمدرح په اړه نقل کیږي چې نوموړی به په خپل وخت کې بازار ته تلو، هلته به یې له تجارانو سره ناسته پاسته کوله تر څو دا معلومه کړي چې په بازار کې معاملات څنګه تر سره کیږي او د دوی په عرف ځان پوه کړي. یوه روځ امام محمدرح په بازار کې یو چا ولید نو یې ورته وویل: ته د درس او کتاب سړی په بازار کې څه کوې؟ امام محمدرح یې په ځواب کې وویل: بازار ته ددې لپاره راغلی یم چې د تجارانو عرف ځان ته معلوم کړم کنه د خلکو پوښتنې به څنګه ځواب کړم!؟ همدا رنګه له امام محمدرح څخه یو چا پوښتنه وکړه چې د دومره ډیرو کتابونو له لیکلو سره سره مو په زهد کې یو کتاب هم نه دی لیکلی؟ امام محمدرح وویل: ما چې د معاملاتو اړوند کوم کتاب البیوع لیکلی هغه کتاب د زهد دی. دیته ورته یو چا پوښتنه وکړه چې تاسو ولې د تل لپاه غمجن او په فکرونو کې ډوب وی او پر مخ مو هیڅ د خوشحالۍ آثار نه معلومیږي؟ امام محمدرح یې په ځواب کې وویل: د هغه چا په هکله څنګه داسې پوښتنه کوې چې عامو خلکو یې غاړه د تګ راتګ لپاره پُل جوړ کړی وي!؟
د څیړنې او تحقیق په میدان کې هم موږ ډیر پس پاتې یو؛ ځکه چې موږ د سیکولر دیموکراسۍ تر اثر لاندي راغلي یو، یا خو هیڅ تحقیق او څیړنه نه کوو او که یې کوو هم یوازې د عقایدو او عباداتو اړوند یې کوو او نور اړخونه مو هیر کړي وي، له همدې امله خو ډیری وخت زموږ د علماوو او مفتیانو په ذهنونو کې د عقایدو اوعباداتو اړوند مسائل مستحضر وي او د معاملاتو د مسائلو استحضار یې په هیڅ حساب وي. د فقیه کار دا نه دی چې یوازې چا ته د حلال او حرام اړوند حکم بیان کړي بلکې د فقیه کار دا دی چې د حلال او حرام حکم د بیانولو سره سره د هغه حرام متبادل هم بیان کړي. کله چې له یوسف علیه السلام څخه د خوب د تعبیر پوښتنه وشوه نو یوسف علیه السلام د خوب له تعبیر ورسته ورته بدیل او حللاره هم بیان کړه؛ نو د فقیه او مفتي کار یوازې دا نه دی چې د حلال او حرام حکم بیان کړي بلکې د حرام له بیانولو وروسته د هغې د بدیلې حللارې په هکله هم باید ووایي او خلکو ته دا په ګوته کړي چې د حرام کار پر ځای له دغه حلال بدیل څخه ګټه پورته کړئ.
بناءً اوس هم که موږ کوشش وکړو او په دې اړه چې څومره کار په کار دی هغه وکړو نو ان شاء الله چې په ډېر لږ وخت کې به موږ ډېر کار وکړو او په مسلمانانو د اسلام دعملي کولو شوق او جذبه شته لهذا موږ باید د تجارانو دعرف سره ځان بلد کړو، د تجارت اړوند مسائل په خپل ذهن کې مستحضر کړو همدا رنګه عام مسلمانانو ته د معاملاتو د حلال او حرام په اړه معلومات ورکړو او هغوی ته دا وښایو چې په دین کې ستاسو د ټولو سوالونو جوابونه شته هغه تاسو چې کوم فکر کړی وو چې د علماوو سره زموږ د مشکلاتو د حل کومه خاصه لاره نشته هغه خبره او نظریه نا سمه ده او موږ باید په خپلو تحقیقاتو کې د معاملاتو او د اوسنی ضرورتونو اړوند تحقیقات وکړو او همدا رنګه د معاصرو مقالو سره ځان آشنا کړو.
د یادوني وړ ده چې په دې لیکنه کې ډیری موارد د استاد محترم حضرت شیخ الاسلام صاحب د وینا څخه راخیستل شوي دي.
الله ج دي موږ ټولو ته د خپل دنیاوي او اخروي مسؤلیت په ښه توګه د ادا کولو توفیق راکړي آمین


















