حکمتیار: پاکستاني پارلمان دې افغانستان سره اړېکو کې رغنده رول ولوبوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

په يو تازه پرانيستي ليک کې د حزب اسلامي ګوند مشر انجینر” ګلبدين حکمتيار” د پاکستان پارلمان ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو تاوتريخجنو حالاتو په تړاو اندېښنې څرګندې کړي او خبرداری يې ورکړی چې د وسلوالې شخړې دوام کولی شي دواړه هېوادونه د خطرناک بحران پر لور بوځي. نوموړي د پارلمان غړي مخاطب کړي او پوښتنه يې مطرح کړې چې ولې د مخامخ جګړې د ګواښونو، د مهاجرو د ايستلو او کورونو د نړولو په وړاندې غبرګون نه ښکاره کوي.

حکمتیار په خپل لیک کې د افغان مهاجرو پر وړاندې د زورزياتي، سپکاوي او کورنو د نړولو ننداره د “انساني، اخلاقي او اسلامي اصولو خلاف” بللې او ويلي يې دي چې پاکستان بايد د تېرو وختونو هغه واقعیتونه هېر نه کړي، چې افغانانو د شوروي پر وړاندې مقاومت کې د پاکستان له تجزيې او ګډ بريد څخه د ژغورلو په برخه کې مهم رول لوبولی و. نوموړي زياته کړې چې افغانان د پاکستان د ولس مرسته ستايي، خو په وينا يې د هغوی سپکاوی د منلو نه دی.

حکمتیار همداراز پاکستان له امریکا، هند او نورو بهرنیو فکتورونو سره د تېرو سیاستونو په بیا ارزونه ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د وسله‌والو ډلو جګړه یوازې افغانانو نه ده رامنځته کړې، بلکې د اوږدمهالو بهرنیو لاسوهنو او اشغالونو محصول ده. د هغه په باور، که اسلام‌اباد يو نوی، عادلانه او غيرمداخله‌ييز سياسي لوری غوره نه کړي، نو دواړه هېوادونه به يو ځل بيا د یوې اوږدې او خونړۍ شخړې ښکار شي.

حکمتیار د پاکستان پارلمان ته وړاندیز کړی چې د بحران د حل لپاره باید قاطع، شفاف او مسوولانه دریځ خپل کړي، د مهاجرو کړکېچ د بشردوستانه اصولو له مخې حل کړي او د جګړې پر ځای د سولې، تحمل او ګډو ګټو پر لور ګام واخلي. نوموړي سولې او د دوه اړخیزو ستونزو د عادلانه حل غوښتنه کړې او خبرداری يې ورکړی چې د جګړې لاره به د سیمې ثبات، اسلامي ورورولي او ملي ګټې له جدي ګواښ سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button