پاکستاني پلاوی ښایي له مذاکراتو ووځي؛ اسلامي امارت وایي مسؤلیت به د اسلام‌اباد په غاړه وي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

باوري سرچینو کابل ټکی کام ته ویلي، داسې ښکاري چې پاکستاني پلاوی د ترکيې په استانبول کې له روانو مذاکراتو د وتلو نیت لري.
سرچینه وایي، که دا کار وشي، معنا به یې دا وي چې اسلامي امارت تر خپله وسه د رغنده خبرو او ډیالوګ لاره تعقیب کړې، خو پاکستاني لوري د نظامي کړیو د نفوذ او د صلاحیت د نشتوالي له امله د پرمختګ مخه نیولې ده.
د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم ته نږدې سرچینې زیاتوي، اسلامي امارت ثابته کړې چې د خبرو او واقعبینانه تګلارې ملاتړې ده.
د دوی په وینا، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) موضوع افغاني نه، بلکې خالص پاکستانی مشکل دی، چې باید اسلام‌اباد یې په کور دننه حل کړي.
سرچینه زیاتوي، افغانستان د پاکستان دننه د بریدونو د مخنیوي مسوول نه دی او نه هم د ټي ټي پي استازولي کوي.
سرچینې ټینګار کړی، اسلامي امارت یوازې دې ته ژمن دی چې د افغان خاورې له کارولو د نورو پر ضد مخنیوی وکړي، خو په مقابل کې له پاکستانه هم تمه کېږي چې سنجیده او منطقي غوښتنې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې نن د استانبول د خبرو څلورمه ورځ ده، خو لا هم د مذاکراتو وروستۍ پایله رسماً نه ده اعلان شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button