مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون: تېره ورځ ۱۳۸۲ کورنۍ هېواد ته راستنې، مالي او بشري مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د دوشنبې د ورځې راپور کې راغلي، چې له بېلابېلو لارو څخه ټولټال ۱۳۸۲ کورنۍ، شاوخوا ۷۹۷۰ تنه افغان مهاجرین هېواد ته ستانه شوي او ثبت شوي دي. له دې ډلې ۱۲۰۶ کورنۍ، شاوخوا ۶۶۹۱ تنه په خوندي توګه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
راپور زياتوي په کندهار، هلمند، هرات، نیمروز، ننګرهار او کابل کې راستنېدونکو ته اړین خدمات وړاندې شوي، چې پکې مالي مرسته، کرایه، خوراکي توکي، او سیمکارتونه شامل دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لارې له ۱۰۴۴ کورنیو سره ټولټال شاوخوا ۹ میلیونه افغانۍ مرسته شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، لنډمهاله مېشتېدنې، مالي مرستو، او د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت او ښوونې او روزنې اړوند ګټور معلومات ورکړل شوي. او ټولټال ۱۰۷۵ عدده سیمکارتونه هم راستنېدونکو ته وېشل شوي دي.



