افغانستان له پاکستان غوښتي فضا دې د امريکايي ډرون بريدونو لپاره نه ورکوي، خو پاکستان وايي تړون نه شي لغوه کولی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ترکيې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان د استازو تر منځ د روانو مذاکراتو په اړه یوې باوري سرچينې کابل ټکی‌کام ته ویلي، چې افغان لوري له پاکستان غوښتي، د امریکا د ډرون بريدونو د مخنيوي لپاره دې خپله خاوره او فضا د واشنګټن په واک کې نه ورکوي.

سرچينه زياتوي، پاکستان افغان پلاوي ته ويلي چې د امريکا سره يې تړون کړی او دا تړون نه شي ماتولی، ځکه له مخې يې واشنګټن ته اجازه ورکړل شوې، چې د پاکستان له خاورې د افغانستان پر هدف ډرون بريدونه ترسره کړي.

د سرچينې په وينا، افغان لوری وايي، له افغانستان هېڅکله د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ملاتړ نه دی شوی او نه يې خاوره د استفادې لپاره په واک کې ورکړل شوې، خو پاکستان بيا خپله خاوره د امريکايي بريدونو لپاره په رسمي ډول په واک کې ورکړې ده.

سرچينه زياتوي، افغانستان له اسلام‌اباد غوښتي چې دغه تړون لغوه کړي او د TTP د مهارولو مسله په خپله په کور دننه حل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button