د سوریې ولسمشر احمد الشرع د خپل ورور دفتر وتاړه او له چارواکو یې د قيمتي موټرو د سپارلو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۴ل)
سوریایي سرچینو ویلي، د دغه هېواد ولسمشر احمد الشرع د دمشق په پلازمېنه کې د خپل ورور جمال الشرع د سوداګرۍ او سیاحت دفتر د تړلو امر کړی دی.
د راپورونو له مخې، یاد دفتر د روانې میاشتې له پیل راهیسې د «سور لاک» په مهر بند شوی او حکومتي ادارو ته لارښوونه شوې چې له جمال الشرع سره هېڅ اداري یا سوداګریز تعامل ونه کړي.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت د دفتر د تړلو پرېکړه تأیید کړې او ویلي یې دي، جمال الشرع نور د هېواد دننه د پانګونې او سوداګرۍ د ترسره کولو قانوني صلاحیت نه لري.
سرچینو ویلي، دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې جمال الشرع د خپل د ورور نوم د شخصي ګټو لپاره کارولی و.
سرچینې زیاتوي، له دې پرېکړې وروسته ولسمشر احمد الشرع د کورنۍ یوه ناسته بللې وه چې پکې یې د کورنۍ له غړو غوښتنه کړې چې د الشرع نوم دې د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره نه کاروي.
دغه راز د «رویټرز» خبري آژانس د راپور له مخې، ولسمشر احمد الشرع په ادلب کې د دولتي چارواکو او سوداګرو له یوې لویې غونډې وروسته هغوی ته ويلي چې د لوکس او قېمتي موټرو په کارولو یې د «بېحده شتمنۍ نښې» ښکاره کړې وې.
نوموړي په طنزي ډول ویلي، «زه نه پوهېدم چې د حکومت معاشونه دومره لوړ دي!» او له هغو دولتي کارکوونکو یې غوښتي، چې قېمتي موټر لري، د هغوی کلي ګانې وسپاري، که نه نو د ناقانونه شتمنۍ د لاسته راوړنې په تور به تر پلټنې لاندې ونیول شي.
د سوریې د اطلاعاتو وزارت د ولسمشر د فساد ضد دریځ تأیید کړی، خو ویلي یې دي چې د موټرو د کليګانو د سپارلو ادعاوې ناسمې دي.
ياد وزارت ټینګار کړی چې «له فساد سره هېڅ زغم نه کېږي» او یو شمېر تورن کسان د څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.



