ذ.مجاهد: د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي؛ د پاکستان ستونزې دې دننه حل شي، ژمنو ته نه‌ولاړېدل بې‌باوري زېږوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د خیبر نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، هېڅ چاته به اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه ترسره کړي یا ناامني رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا د امارت مسؤلیت دی چې د خپلې خاورې د ناوړه استفادې مخه ونیسي، خو په پاکستان کې دننه د هغو ډلو د فعالیتونو مخنیوی د افغانستان د اسلامي امارت مسؤلیت نه‌دی. مجاهد ټینګار وکړ، چې د پاکستان د کورنیو بریدونو او بدامنۍ مسؤلیت پر افغانستان اچول ناسم او د تأسف وړ کار دی.

هغه وویل، افغانستان او پاکستان دوه ورور هېوادونه دي او باید هڅه وشي چې د اختلافاتو پر ځای د تفاهم فضا رامنځته شي.

د ده په وینا، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې داسې سیمې شته چې پاکستان یې کنټرول نه‌شي کولای، نو د ستونزو حل باید د اعتماد او ورورولۍ له لارې وشي، نه د زور او تورونو له لارې.

مجاهد زیاته کړه، د پاکستاني مهاجرینو وضعیت تر بشپړې څارنې لاندې دی او هېچا ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې له افغان خاورې د وسلې یا غیرقانوني کړنو لپاره استفاده وکړي.

ښاغلي مجاهد وویل، له بده مرغه د پاکستان حکومت او نظامي ادارې پر خپلو ژمنو نه‌درېږي، چې دا د بې‌باورۍ اصلي لامل ګرځي.

 نوموړي پر اسلام‌اباد غږ وکړ چې د افغان کډوالو جبري ایستل او د دروازو تړل بند کړي، ځکه دا د ورورولۍ او منطق خلاف کار دی.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې د افغانستان اوبه مهارول د هېواد خپل حق دی، د هند سره اړیکې یوازې سیاسي او تجارتي دي، او اسلامي امارت د جګړې ملاتړی نه، بلکې د سولې، اعتماد او متقابل احترام پلوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button