سوډان: د شمالي کردفان په مرکز الابیض کې د جنازې پر مراسمو برید کې ۴۰ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې لږ تر لږه ۴۰ تنه د سوډان په الابیض ښار کې د جنازې مراسمو د برید له امله وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دا ښار د شمالي کردفان مرکز دی، چیرې چې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي. تر اوسه روښانه نه ده چې برید چا ترسره کړی دی.

الابیض د سوډان په نقشه کې ستراتیژیک اهمیت لري، ځکه دا د پلازمېنې خرطوم او د دارفور ترمنځ مهم تمځای دی او د پوځ لپاره د لوژستیکي مرکز او د اکمالاتو اصلي لار ګڼل کېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د کردفان امنیتي وضعیت په دوامداره توګه خرابېږي، په داسې حال کې چې د چټک ملاتړ ځواکونو د بارا ښار نیول هم تایید کړي دي.

بشري سازمانونه وایي، د شمالي کردفان له بېلابېلو سیمو له ۳۶ زرو زیات کسان د جګړو له امله بې‌ځایه شوي، او د کادوقلي ښار کې د سختې محاصرې له کبله د لوږې کچه لوړه شوې ده.

د سوډان د ډاکټرانو شبکې ویلي، چې د بارا ښار کې لسګونه مړي لا هم د کورونو دننه پراته دي او د قربانیانو خپلوانو ته د هغوی د ښخولو اجازه نه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button