د کورنیو چارو وزارت په هڅو ۶۰ زړې انټرنشنل موټرې نوو اطفائیې وسایطو ته واوړول شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۴ل)
د کورنیو چارو وزارت د پیښو د مدیریت او اور وژنې عمومي ریاست په نوښت، ۶۰ عراده زړې انټرنشنل موټرې د اور وژنې اطفايي موټرو ته واړول شوې.
د پیښو د مدیریت او اور وژنې لوی رئیس حافظ نورالله وايي، دا هغه انټرنشنل موټر دي چې د تېرې ادارې له وخته خراب پاتې وو، خو اوس په لږ لګښت د اطفائیې موټرو ته بدل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، نوي جوړ شوي موټر د لوړ تخنیکي مهارت له مخې په لس متري واټن کې اوبه راکش کوي او تر سل مترو پورې یې شیندي، دوه پمپونه لري او کولی شي په یو وخت کې له دوو خواوو اوبه وشیندي.
دغه ریاست وایي، چې په کابل ښار کې یې ګرځنده یا سیار اطفائیې ټیمونه فعال کړي، څو د هر ډول اور یا بیړني حالت پر مهال ژر د پېښې ځای ته ورسېږي او د خلکو ژوند او مال له زیانه وژغوري.



