د نړیوال قانون کارپوه: د فلسطیني اسیرانو په اړه د اسراییلو کړنې د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د نړیوال قانون کارپوه انیس قاسم ویلي، چې د فلسطین مقاومت له اسراییلي اسیرانو سره د جګړې د اسیرانو د نړیوالو معیارونو له مخې چلند کړی، خو اسراییلي پوځ له غزې نیول شويو عامو فلسطینیانو سره د مجرمینو په توګه چلند کړی، چې دا کار د نړیوال قانون خلاف دی.

هغه زیاته کړې، اسراییلي ځواکونو داسې فلسطینیان نیولي چې د قانون له مخې یې نیول اجازه نه لري، په ځانګړي ډول ډاکټران او د بشري مرستو کارکوونکي، چې دا چاره د نړیوالو انساني اصولو ښکاره نقض ګڼل کېږي.

انیس قاسم ټینګار کړی، چې باید د اسراییلو پر ضد په نړیوالو محکمو کې قضایي چارې پرمخ ولاړې شي، ځکه د فلسطیني بندیانو په وړاندې د اسراییلو چلند د بشري حقونو او نړیوالو تړونونو ښکاره سرغړونه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button