م. احمد طلحه
شل کاله وړاندې امريکايي ځواکونو د ټولو بشري قوانينو خلاف پر افغانستان يرغل وکړ، دلته واکمن مشروع نظام يې نسکور کړ او افغان ملت څخه يې د امنيت او عدالت ستر نعمت واخيست. تر هغه وروسته هره ورځ لسګونه افغانان وژل کيږي، زنداني کيږي، بې عزته کيږي او کورونه يې لوټل کيږي.
اشغالګرو له دغو ټولو بدمرغيو سره سره زموږ پر ملت داسې بې کفايته او له جنګي مجرمينو جوړه پرديپاله اداره واکمنه کړه، چې د افغانانو وينه او عزت ورته د ويښته برابر ارزښت او لومړيتوب هم نه لري. د اشغال په لومړيو کې د بهرنيو عسکرو او داخلي اجيرانو ټول تمرکز پر نظامي عملياتو و او په خورا وضاحت سره يې د مقاومت ځپلو شعارونه زمزمه کول.
خو د طالبانو پر مشرۍ د افغان ملت نه ماتېدونکي مقاومت دې ته اړ کړل چې د خبرو لار ونيسي. امريکايي لوري خو تېر کال د قطر په پلازمينه دوحه کې طالبانو سره له افغانستان څخه د ټولو عسکرو د ايستلو تړون وکړ او کابل اداره هم وپوهېده چې بهرنيان يې نور له ملاتړ څخه لاس اخلي او دغه راز ټول ملت پر يوه خوله د سولې ملاتړ کوي، نو په ښکاره ډول يې خپل پخوانی دريځ بدل کړ او د سولې شعارونه يې بدرګه کړل.
خو اوس هم سوله د دوی له لوري يوازې د شعار په ډول کارول کيږي، په عمل کې اوس هم وحشت کوي او نه غواړي چې د سولې په راتګ سره خپل واک او شخصي ګټې له لاسه ورکړي. اوس هم هره ورځ دولتي ځواکونه د ملکي هيوادوالو پرکورونو بمباري کوي، پر کليوالو سيمو د هوان او توپونو ړانده ګزارونه کوي،چې تېره ورځ د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې بمبارد يې څرګنده نمونه ده، چې پکې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغسې خونړيو او ړندو بريدونو ته په کتو ويلی شو، چې کابل اداره اوس هم د سولې رښتينې اراده نه لري، بلکې د سولې خبرې يوازې د شعار تر بريده کاروي، په عمل کې اوس هم وحشت کوي او په راتلونکي کې به هم د خپل واک د پايښت لپاره له هيڅ ډول ناوړه کړنو څخه لاس وانخلي.