روسه کې پر يوه کور د چورلکې نسکوريدو پېښه کې ۴ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷لړم، ۱۴۰۴ل)
د روسيې په داغستان سیمه کې پر يوه کور د چورلکې نسکوريدو پېښه کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د پېښې پر مهال چورلکه د کزلیار د الیکټرک میخانیکي پلانټ لوړپوړي چارواکي انتقالول.
د چورلکې د نسکورېدو له کبله کور هم اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلی، خو کور خالي و، نو د کور اوسېدونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
چارواکي وايي، د پېښې لاملونه تر څيړنې لاندې دي.
وژل شوي څلور تنه د پلانټ کارکوونکي وو، او ټپيانو ته د عاجلې طبي مرستې چمتووالی نیول شوی دی.



